افغانستانخبرونه

د خپلواکۍ ملي جبهه؛ په تخار کې ۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتی

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۲يمه – ۱۴۰۳ لمريز)

د افغانستان د خپلواکۍ په نوم جبهې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د دوی جنګياليو پرون ماښام د ۱۴۰۳ لمریز کال د جدی په ۱ مه، د تخار ولایت د مرکز تالقان ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند کمپ ته نژدې طالبان په نښه کړل.

د خپلواکۍ ملي جبهه وايي چې په دغو اوپراتیفی عملیاتو کې يې د ملا انور په نوم يو طالب وژلی او ۳ نور يې ټپيان کړي دي.

د خپلواکۍ جبهې په تېره اوونۍ کې په څلورو جلا جلا ولايتونو کې د عملياتو په پايله کې د ۲۴ تنه طالبانو د وژنې ادعا کړې ده.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.