کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز)
د هند په شمال کې د اسام ایالت چارواکي وايي چې د کم عمره ماشومو نجونو د ودولو په تړاو يې ۵۰۰۰ کسان نيولي دي.
د دغه ایالت چارواکو د ماشومانو د ودونو د مخنيوي لپاره يو کمپاين پيل کړی چې د ۲۰۲۶ کال تر اواخرو به دوام وکړي او په اسام کې به په کم عمر کې د نجونو د ودولو مخه ونيسي.
په دغه ایالت کې د کوچنیو نجونو ودول يو پخوانی رواج دی چې اوس يې چارواکو د مخنيوي لپاره بډې رانغاړلې دي.
د اسام ایالت وزیر اعلی (والي) میمانتا بیسوا سارم رسنيو ته ويلي چې د دغه بد رواج د مخنيوي لپاره به په کلکه مبارزې ته دوام ورکړي.