افغانستانخبرونه

د ارزو تلویزيون ۷ کار کوونکي طالبانو په ضمانت خوشې کړل

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز)

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په کال کې د آرزو خصوصي ټلویزیون هغه اووه کارکوونکي چې دوه اونۍ وړاندې د استخباراتو له لوري نیول شوي وو، د «ضمانت» په وړاندې کولو سره آزاد شول، خو تر اوسه په کابل کې د دې ټلویزیون دفتر ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.

یاد مرکز ويلي چې د خوشې شويو خبریالانو لومړۍ محاکمه ترسره شوې چې کوم جرم پرې نه دی ثابت شوی خو ټاکل شوې ده چې د نیول شویو کارکوونکو بله محاکمه یوه اوونۍ وروسته ترسره شي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د آرزو ټلویزیون د کارکوونکو له خوشې کېدو هرکلی کوي او له چارواکو غواړي چې دا قضیه پای ته رسېدلې اعلان کړي او پرېږدي چې آرزو ټلویزیون پرته له قید او شرط څخه خپل فعالیت بیا پیل کړي.