کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز) د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال وایي، دوی د وخت ضایع کېدو پر ځای د هېواد ابادۍ ته مخه کړې.
مولوي عبداکبیر چې تیره ورځ یې د پکتیکا ولایت په یوې جهادي مدرسه کې د فارغانو غونډې ته وینا کوله، خپلې لاسته راوړنې یې پخپله ستایلي، او ویلي، د امنیت په فضا کې د مدرسو فعالیت خوښ کړی.
هغه ټینګار وکړ، چې ټولو افغانانو ته ځانونه په واکمن نظام کې ښکاري او دا د ملي یووالي او پیوستون نښه ده.
د طالبانو دغه لوړ پوړي چارواکي له فساد او نورو ننګونو سره په مبارزه کې د طالبانو بریا ښودلې او زیاته کړې، د بې وزلۍ د کمولو لپاره یې هلې ځلې روانې کړي.
عبدالکبیر وویل: د افغانستان ملي اقتصاد به په راتلونکو کلونو کې ښه شي او د وخت د ضایع کولو پر ځاې، طالبان د هېواد آبادوۍ او پرمختګ ته پام کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې همدا پرون د چین د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو یو خل بیا وغوښتل چې ټولشموله حکومت جوړ کړي او دغه چاره د سیمې د امنیت لپاره ګټوره ده.
بلخوا د طالبانو دغه لوړ رتبه چارواکی د بې وزلې سره د مبارزې خبر په داسې حال کې ورکوي، چې ملګرو ملتونو ویلي وو، سږ کال نږدې ۲۴ میلیونه افغانان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.