کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د مشر ملا هبت الله په مشرۍ د طالبانو د کابينې ګڼ وزيران او مهم غړي په پنځمه ورځ هم په کندهار کې دي، ترڅو د بهرنيو موسسو پر فعاليت او ورته د کار اجازې ورکولو په تړاو بحث وکړي.
ملا هبت الله ټينګار لري، چې بهرنۍ مؤسسې په جاسوسي فعاليتونو کې ښکېلې دي او په تېره غونډه کې يې د بندولو د طرزالعمل جوړولو سپارښتنه شوې وه، چې وروسته د اقتصاد وزير او ملا برادر کندهار ته ورغلل، ترڅو ملا هبت الله ته منسوب شخص له خپلې دې پرېکړې وګرځوي.
د معلوماتو مطابق، که توافق وشي هم ښايي په مشروط ډول پاتې بهرنيو موسسو ته د فعاليت اجازه ورکړل شي، خو ډېر کلک شرايط به پرې کېښودل شي. دا مهال د دغو شرايطو پر څرنګوالي خبرې کېږي.
تر څلورو ورځو بحثونو وروسته، دغه غونډه نن هم روانه وه.