افغانستانخبرونه

ملګري ملتونه؛ په افغانستان کې مو ۹۰۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز)

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) وايي، د ښځو په مشرۍ د ۸۰ زرو کوچنیو کاروبارونو او اقتصادي بوختتیاو په ملاتړ یې نهه سوه زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.

دې پروګرام د یکشنبې په ورځ د (ډیسمبر۲۲مه) پر خپلې ایکس پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې دغو کاري فرصتونو د څه باندې څلور نیم میلیونو کسانو ژوند ته ګټه رسولې ده.

وړاندې راغلي، دغه کاري فرصتونه د اروپايي ټولنې او جاپان د سفارت په ملاتړ رامنځته شوې دي.

د ملګرو ملتونو دې پروګرام په یو بل خبر کې ویلي، په بغلان ولایت کې یې وروستیو سیلاب ځپلو ۴۳۰۰ کورنیو سره مرسته کړې ده.

دا مرسته په داسې حال کې ده، چې د خوړو نړیوال پروګرام وړمه ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي و، په روان ژمي کې څه باندې ۱۵ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړ دي.