خبرونهنړۍ

د سوریې پلازمینې دمشق هوایي ډګر څخه بېرته الوتنې پیل شوې

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز) په سوریه کې د بشارالاسد حکومت له ړنګیدو ۱۶ ورځې وروسته د دغه هېواد د پلازمینې دمشق له هوایي ډګره بېرته الوتنې په عادي ډول پیل شوې.

د را پورونو له مخې؛ سره له دې چې د دمشق هوایي ډګر څخه الوتنې رسماٌ پیل شوي، خو ډیر ژر به د مسافرینو لپاره د سکیجول له مخې د پروازونو د تګ راتګ وختونه هم اعلان شي.

 د هوايي چلند د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د قطر هوايي شرکت ځانګړې الوتنه QR 3250 لومړۍ الوتکه وه، چې نن دوشنبه یې غرمه ۱۲ بجې د دمشق په نړیوال هوایي ډګر کې ناسته وکړه.

تر دې مخکې یوه کورني الوتنه RB112 له دمشق څخه د سوریې دوهم لوی ښار حلب ته ۳۲ مسافر لیږدولي وو.

د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په اتمه د دمشق هوايي ډګر له دغه هېواد څخه د بشارالاسد له تېښتې وروسته وتړل شو.

د شام د ترانسپورټ وزیر ویلي، چې ډیر ژر به د دغه هېواد دوه لوی هوایي ډګرونه چې په دمشق او حلب کې شتون لري، په بشپړ ډول فعاله کړي.