کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز) د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ هغه خبرونه رد کړل، چې ویل شوي وو، د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد میرمن اسماء الاسد له هغه څخه د طلاق اخیستنې په موخه د روسیې په محکمه کې وړاندیز ورکړی.
تر دې وړاندې ترکیي رسنیو خبر ورکړ، چې د بشارالاسد میرمن اسماءالاسد غواړي، له خپل خاوند څخه طلاق واخلي او برطانیې ته ولاړه شي.
ترکیي رسنیو زیاته کړې وه، میرمن اسماء الاسد د طلاق اخیستو په موخه په روسیې کې محکمې ته خپل وړاندیز ورکړی.
خو د کریملن ویاند وایي، اسماء الاسد د طلاق اخیستو او برطانیې ته د تګ خبرونه هیڅ ډول حقیقت نلري.
هغه دغه راز وویل: په روسیه کې د بشارالاسد او د هغه د کورنۍ په غړو د تګ راتګ محدودیتونو د هغه شتمنۍ کنګل کېدو په اړه هم خپاره شوې خبرونه هیڅ ډول حقیقت نلري.
په ۲۰۰۰ کال کې بشار الاسد د خپل پلار حافظ الاسد له مړینې وروسته په ۳۴ کلنۍ کې ولسمشر وټاکل شو، چې له څو میاشتو وروسته یې د اسماء سره په حیرانوونکي ډول واده وکړ.
د یادونې وړده، چې بشارالاسد او اسماء الاسد دوه زامن او یوه لور لري.