کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز) چارواکي وایي، په غزني ولایت کې د یوه پانګوال له لورې د ۶ سوه زره امریکایي ډالرو په پانګې سره د اوړو یو میل / فابریکه جوړ شوی چې په ورځني ډول د ۱۵۰ ټنه غنمو د اوړو کولو ظرفیت لري.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي، د اوړو په یاد میل یا کار خونه کې ۱۲۰ تنو ته کاري فرصت برابر شوی دی.
په غزني کې تر دې وړاندې هم د اوړو پنځو میلونو فعالیت درلود.