کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز) د طالبانو حکومت د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې ګستاخانه، بې مسؤلیته او له حقایقو ناخبره وبللې.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دوشنبې په ماښام په خپل ایکس پاڼه کې لیکلي: غزنوي د مسلمانانو د ازادۍ لپاره هند ته تللی وو او د مسلمه اومت ویاړ دی.
نوموړي زیاته کړې: « دا چې د پاکستان د دفاع وزیر په کچه اشخاص دومره له حقایقو څخه ناخبره وي د تاسف ځای دی. یو پاکستانی مسول په داسې حال کې د سلطان محمود غزنوي په اړه ګستاخانه څرګندونې کوي، چې د همدې هېواد په دفاعي میزاییلو باندې د محمود غزنوي نوم اېښودل شوی».
د پاکستان دفاع وزیر د غزنوي سلطنت سلطان، سلطان محمود غزنوي په یوه ټلوېزوني مرکه کې «غل او لوټمار» بللی وو او ویلي یې وو، چې غزنوي د غله په څېر په هند چې پاکستان یې هغه وخت برخه و، حمله کوله او له شتمنيو سره به بېرته راګرځېده.
د پاکستان د دفاع وزیر په دغه ټلوېزوني مرکه کې ویلي، چې د محمود غزنوي د اتل په توګه معرفي کول سم نه دي: «هغه دلته (هند) ته د غله په څېر راتلو او مالونه یې لوټ کول.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان هېواد د لنډ واټن ویشتونکي بالسټیک توغنديو په ګډون یو شمېر پاکستاني وسلې د غزنوي په نوم یادېږي.