افغانستانخبرونه

افغانستان کې د تیر حکومت څه باندې۱۱ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه مړه او بندیان شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز) په افغانستان کې د محکیني جمهوري نظام د وسله وال پوځ ویاند اجمل عمر شینواری وایي، طالبانو د خپل حکومت په درې کلنه دوره کې د ۳۴۰۰ څخه ډیر امنیتي او دفاعي ځواکونه په شرمناک او موموز ډول وژلي.

نوموړي زیاتوي، په یاده موده کې د افغانستان بېلا بېلو برخو څخه طالبانو له اته زرو زیات پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه نیولي، بندیان کړي او شکنجه شوي دي.

هغه اندېښنې ښودلې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې خپلواکۍ رسنۍ او د بشري حقونو فعاله بنسټونه شتون نلري، چې د طالبانو یادې کړنې ثبت کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت وایي، چې دوی د عمومي بخښنې اعلان کړی او دغه ډول پېښې په مطلق ډول ردوي.