افغانستانخبرونه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی کابل ته راغلی

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان تېره شپه کابل ته راغلی دی.

د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا او د سوداګریزو او ویزو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کول او ځينو نور مسایل د دغه سفر موخې په ډاګه شوې دي.

سرچینې وايي چې محمد صادق به د خپل دغه سفر پرمهال د طالبانو له چارواکو سره بېلابېلې ناستې وکړي او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او نورو مسايلو په تړاو به خبرې وکړي.

صادق خان شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د پاکستان د لومړي وزیر له لوري په افغانستان کې يو ځل بیا د افغانستان لپاره خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

صادق خان د عمران خان د حکومت پرمهال په افغانستان کې سفير او بیا ځانګړی استازی و، خو تر هغه وروسته يې په ۲۰۲۳م د می میاشت کې له دندې استعفی ورکړه او پرځای يې دوه میاشتې وروسته اصف درانی وټاکل شو.