راپورونه وايي، د پاکستان د لومړي وزیر له لوري په افغانستان کې پخوانی سفير محمد صادق خان يو ځل بیا د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې صادق خان به همدا نن خپله دنده پيل کړي.
صادق خان د عمران خان د حکومت پرمهال په افغانستان کې سفير او بیا ځانګړی استازی و، خو تر هغه وروسته يې په ۲۰۲۳م د می میاشت کې له دندې استعفی ورکړه او پرځای يې دوه میاشتې وروسته اصف درانی وټاکل شو.
تازه اصف درانی د حکومت له لوري ګوښه شوی او محمد صادق خان يې پرځای ټاکل شوی دی.