خبرونهنړۍ

ټرمپ امریکا د روغتیا نړیوال سازمان له غړیتوب اوباسي

کابل ټيليګراف (د مرغومي۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)

رویټرز خبري اژانس د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واک د لېږد ډلې د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی چې ټرمپ پلان لري چې امریکا د روغتيا نړیوال سازمان څخه بهر کړي.

ټرمپ د روغتيا نړیوال سازمان باندې نیوکې کوي چې د چین تر اغیزې لاندې دی او په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا (کوېډ-۱۹) ویروس په مخنيوي کې پاتې راغلی دی.

ټرمپ د خپلې تېرې واکمنۍ پرمهال هم په همدغو علتونو د روغتیا نړیوال سازمان باندې توندې نیوکې کولې او پلان یې جوړ کړی و چې امریکا به د دغه سازمان له غړيتوب وباسي.

رویټر خبري اژانس سپينې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ د نوي حکومت د لېږد د پروسې د ډلې د معلوماتو پر بنسټ ويلي چې امکان لري، ټرمپ د خپلې لوړې په لومړۍ ورځ دا پرېکړه اعلان کړي.