کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت او د افغان ساکو په نوم يو چینايي شرکت ترمنځ د لوګر سمنټو پروژې تړون د ١٦٣ میلیون ډالرو پانګونې په ارزښت لاسلیک شو.
په دې تړاو جوړه شوه شوې غونډه کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست ترڅنګ د طالبانو رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر هم ګډون درلود.
د طالبانو د پټروليم وزارست سرپرست ملا هدایت الله بدري وويل چې دغه وزارت په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې د شاوخوا ۶۲۳ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت، د سمنټو د څلورو سترو پروژو تړونونه له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره لاسلیک شوي چې اوسمهال یې کارونه په چټکۍ سره روان دي.
د نوموړي په وینا د لوګر د پروژې په تطبیق سره به هره ورځ ۲۵۰۰ ټنه سمنټ تولید شي، چې د سمنټو برخه کې به تر ډېره بریده د هېواد اړتیاوې پوره کړي.