کابل ټيليګراف (د مرغومي ۴يمه – ۱۴۰۳ لمريز) د فلسطین د عامې روغتیا وزارت وایي، په دغه هېواد کې په تیرو ۴۴۴ ورځو کې د اسرائيلو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۵ زره ۳۱۷ تنو ته ورسید.
د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې کې د اسرائیلي ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ نورې حملې ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې ۵۸ تنه فلسطینیان شهیدان او ۸۶ نور ټپيان شوي.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، په دې توګه د تیر کال د اکتوبر له اوومې نیټې څخه د غزې د تړانګې د جګړې د شهیدانو شمیر ۴۵ زره ۳۱۷ تنو ته او د ټپیانو شمیر ۱۰۷ زره ۷۱۳ تنو ته لوړ شوی دی.
په غزه کې د فلسطین د روغتیا وزارت هم ټینګار کړی چې یو شمېر قربانیان تر خاورو لاندې دي او بېړنۍ ډلې د هغوی د جسدونو د موندلو توان نه لري.
له بلې خوا خبری سرچینو اعلان وکړ چې د نیواکګر رژیم جنګی الوتکو د غزې تړانګې په شمال کې د «کمال عدوان» روغتون په نښه کړی.
په دې اړه د «کمال عدوان» روغتون د نرسنګ د څانګې یوه مدیر ویلي: دغه روغتون له ټولو خواوو محاصره دی او اشغالګر د روغتون شاوخوا سیمو په نښه کولو ته دوام ورکړی.