خبرونهنړۍ

د سوریې ټولې وسله والې ډلې د دفاع وزارت په تشکيلاتو کې د جذبیدو هوکړې ته ورسیدې

کابل (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز)

په سوریه کې د بشارالاسد حکومت د ړنګیدو وروسته په لومړي ځل ټولې مخالفې وسلې ډلې هوکړې ته ورسیدې، چې د دغه هېواد دفاع وزارت په چوکاټ کې به فعالیت ترسره کړي.

د عربي رسنیو د معلوماتو له مخې؛ تیره ورځ د تحریرالشام ډلې رهبر ابومحمد الجولاني په مشرۍ د بشارالاسد د حکومت پر مهال ټولې مخالفې ډلې را ټولې او هوکړې ته ورسیدل، ترڅو له دې وروسته له هر ډول وسله وال فعالیت څخه لاس واخلي او یواځې به د دفاع وزارت په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې الجولانی په ډاګه کړې وه، چې هیڅ وسله والې ډلې ته به د خپلسري فعالیت اجازه ورنکړي.