
کابل ټيليګراف (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په پکتیکا ولايت کې د پاکستاني هوايي ځواکونو له لوري په ملکي وګړو د تېرې شپې هوايي بریدونه وغندل.
سیمه ییزې سرچینې وایي، پاکستاني جیټ الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالۍ په مرغه لمن، پڅه مېله او وزبرګي سیمو باندې پرون ماښام هوایي بریدونه ترسره کړل.
سیمه ییزې سرچینې وایي، په دغه بریدونو کې تر څلوېښتو پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې تر اوسه یې د ۱۷ تنو جسدونه له خاورو را ویستلي.
تازه د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په يو بیان کې دا برید غندلی دی او د پېښې له قربانيانو او د قربانیانو له کورنيو سره يې غمرازي شریکه کړې ده.
بلخوا د طالبانو د دفاع وزارت ويلي چې په دغه برید کې بې ګناه ولسي خلک چې اکثریت يې وزیرستاني کډوال دي په نښه شوي او دا برید به بې ځوابه پرېنږدي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان کابل ته راغلی او دلته يې له يو شمېر طالب چارواکو سره لیدلي دي.