کابل (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز)
د اذربایجان يوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۷۲ کسان په کې سپاره وو د قزاقستان په اکتایوي هوايي ډګر کې راغورځېدلې، چې د دوو ماشومانو په کې اته ویشت تنه ژغورل شوي.
د قزاقستان د ترانسپورت وزارت د معلوماتو له مخې، د دغې الوتکې ۳۷ تنه مسافر د اذربایجان، ۶ تنه د قزاقستان، ۳ تنه د قرغزستان او ۱۶ تنه د روسیې اتباع وو.
ويل شوي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او ښايي په لسګونو نور مسافر هم په دې پېښه کې مړه شوي وي.
د قزاقستان د هوايي ټرانسپورټ چارواکي وايي، د اذربایجان هوايي شرکت ۸۴۳۲ خط يوه مسافر وړونکې الوتکه چې د روسې ګروزني ته روانه وه، د قزاقستان د اکتایوي هوايي ډګر څخه يې د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې خو کله چې را کښته کېږي، غورځېدلې، اور يې اخېستی او دغه پېښه رامنځته شوې ده.
تر اوسه د دې بېړنۍ ناستې اصلي لامل نه دی روښانه شوی، خو قزاقستان ویلي، په دې برخه کې له اذربایجان سره همکاري کوي.