افغانستانخبرونه

طالبان؛ پر پکتیکا د پاکستان د هوایي برید د قربانيانو شمېر ۴۶ تنو ته ورسید

کابل (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو ویاند وایي، تیره شپه د پاکستان د جیت الوتکو په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۶ تنو ته ورسید.

د افغانستان د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: پاکستان تېره شپه د پکتیکا ولایت په څلورو سیمو هوایي ببمارۍ کړي، چې په ترڅ کې ۴۶ تنه وژل شوي، چې اکثریت قربانیان ماشومان او میرمنې دي.

خو د سمې عام خلک وايي چې د قربانيانو شمېر له ۱۰۰ تنو زيات دی، يو مکمل کلی تباه شوی دی. دا چې بېګا شپه په سيمه کې انټرينټ قطع و، نو سيمه ييزه خلکو ځينې ويډيوګانې او تصويرونه اخيستي چې نن يې ټولنيزو رسنيو سره شريک کړل.

د طالبانو د فاع وزارت هم ویلي و، چې د پاکستان د جیټ الوتکو د بریدونو اکثریت قربانیان د وزیرستان څخه را ستانه شوي کډوال میرمنې او ماشومان دي.

دغه وزارت ویلي: چې ترسره شوی برید په بې ځوابه پرې نږدي، خو دا چې څه ډول او کله به جواب ورکوي، وخت به یې معلومه کړي.