خبرونهنړۍ

موزمبیق کې د جنجالي ټاکنو له امله د تاوتریخوالي پېښو کې ۲۱ تنه وژل شوي

کابل (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز) د جنوبي افریقا هېواد موزمبیق کې له جنجالي ټاکنو وروسته تاوتریخوالی رامنځته شوی، چې له امله یې ۲۱ کسان وژل شوي دي.

د موزمبیق سترې محکمې له لورې اعلان وشو چې د واکمن ګوند غړی ډینیل چاپو د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ټاکنو ګټوونکی دی، چې د دې اعلان په غبرګون کې په یاد هېواد کې تاوتریخجن لاریونونه پیل شول.

د موزمبیق د کورنیو چارو وزیر ویلي: چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د تاوتریخوالي په پېښو کې د دوو پولیسو په ګډون ۲۱ تنه وژل شوي او د تاوتریخوالې د رامنځته کولو په تور یې اویا تنه نیولي.

د را پورونو له مخې؛ د دغه لاریونونو په ترڅ کې لاریونوالو هټیو، بانکونو او دولتي ودانیو ته اور اچولی او لوټ کړي دي.

 کورنیو چارو وزیر وايي، وسله والو د پولیسو پر مرکزونو او توقیف ځایونو هم بریدونه کړی دی.

له بلې خوا د اپوزیسیون جلاوطنه مشر وینانسیو مونډلین وايي، په ټاکنو کې په پراخه کچه درغلۍ شوې دي.

هغه وروسته له هغې د یاد هېواد څخه تللی، چې دوه ساتوونکي یې ووژل شول او پولیسو د هغه د نیولو ګواښ کړی وو.