افغانستانخبرونه

پکتیکا کې دوه تنه د زنا په تور په دْورو وهل شوي

کابل (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز) په پکتیکا د پاکستان د برید یوه ورځ وروسته طالبانو په دغه ولایت کې د زنا په تور دوه تنه په دْرو وهلي

د طالبانو سترې سترې محکمې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: دغه کسان د زنا په تور د پکتیکا ولایت په وړممۍ ولسوالۍ کې په عام محضر کې په دْورو وهل شوي دي.

دغه اعلامیه زیاتوي، یو کس په ۳۹ دْورو وهل شوی او د محکمې له لورې په ۵ کاله بند هم محکوم شوی دی، دغه راز دویم تن په ۲۹ دٌورو وهل شوی او په دوه میاشتو بند هم محکوم شوی دی.

د طالبانو ستره محکمه په پکتیکا کې په دْورو د دوه کسانو د وهلو خبر ورکوي، چې تیره شپه دغه ولایت کې د پاکستان هوایي برید کې ۴۶ تنه وژل شوي.