افغانستانخبرونه

طالبان: د ترانو، شعر او زمزمو په برخه کې موږ پیاوړي هنرمندان او سندرغاړي لرو.

کابل (د مرغومي ۵مه – ۱۴۰۳ لمريز) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وایي،  د ترانو، شعر او زمزمو په برخه کې موږ پیاوړي هنرمندان او سندرغاړي لرو، خو هغه څه چې په پخوا وختونو کې موسیقي یا سندرې ورته ویل کېدل او د افغاني کلتور برخه وه، له بده مرغه د موسیقۍ ناسم تعریف و.

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي:  هنرمنان او سندرغاړي کولای شي د نعتونو جوړولو او اسلامي ترانو په کمپوز او تولید کې همکاري وکړي.

هغه زیاته کړې، هغه کسان چې پخوا یې سندرې ویلې او د دوی په اند هنر مندان وو،  دوی دې راشي، د کمپوز، نعت ویلو، اسلامي ترانو او شعرونو په جوړولو کې همکاري وکړي.

نوموړي ویلي: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هغو هنرونو ملاتړ کوي چې د افغانستان اصیل فرهنګ او اسلامي شریعت یې په تړاو ستونزه ونه لري.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ویاند په وینا: د ترانو، شعر او زمزمو په برخه کې موږ پیاوړي هنرمندان او سندرغاړي لرو. خو هغه څه چې په پخوا وختونو کې موسیقي یا سندرې ورته ویل کېدل او د افغاني کلتور برخه وه، له بده مرغه د موسیقۍ ناسم تعریف و. د افغانستان اصیل فرهنګ اړتیا نه لري چې ملاتړ یې وکړو.

په افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په موسیقۍ غږولو بندیز ولګیده، چې له امله یې سلګونه هنرمندان پاکستان او ایران ته کډوال شوي.

اټکل دی چې شاوخوا پنځه سوه افغان سندرغاړو او هنرمندانو یوازې په ایران کې پناه اخیستې ده.