کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
کابل کې د «ستارههای متحد» په نوم د هنري اثارو جوړ شوی څلور ورځنی نندارتون(دوشنبه،د مرمومې ۱۰مه)پای ته ورسېد.
د نندارتون تنظیموونکی سیدهاشم وايي، دغه نندارتون کې ۴۰۰ بېلابېل ډوله هنري اثار نندارې ته کېښودل شوي وو او ډېری برخه اخیستونکي یې هغه ښځې او نجونې وې چې په وروستیو کلونو کې یې هنر ته مخه کړې.
نوموړی د دې نندارتونو له جوړیدو موخه هنري اثارو ته د خلکو پام اړول او یاد هنر ته د ځوانانو هڅول یادوي.
د نندارتون یوشمېر ګډونوال وایې، د افغان نجونو او مېرمنو هڅې ښيي چې په اوسنيو شرايطو کې د هنر له لارې ځان څرګندوي چې له محدوديتونو سره سره د دا ډول نندارتونونو په جوړېدو سره د هغوى د هنري استعدادونو د څرګندېدو او د ټولنيزې روحيې د پياوړتيا زمينه برابرېږي.