کابل ټيليګراف (د مرغومي۱۱مه– ۱۴۰۳ لمريز)
نورستان کې طالب چارواکي په لومړي ځل دغه ولایت کې د بیروجوړ له خرڅلاو خبر ورکوي.
د نورستان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا بیروج د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د یوې بولۍ له لارې پلورل شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې دا بیروج د یوې ټاکل شوې کمېټې په حضور کې د اته مېلیونه افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.
خبرپاڼه کې د پلورل شویو بیروجو د اندازې په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
بیروج د افغانستان قیمتي ډبرو له ډلې څخه ده چې نه یواځې په ګاڼو جوړولو کې ترې استفاده کېږي، بلکې په دودیز طبابت کې هم د اعصابو د آرامتیا او د تمرکز د زیاتولو لپاره ګټوره بلل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې طالبانو په پنجشېر ولایت کې د ازادې داوطلبۍ له لارې د سلګونه زره ډالرو په ارزښت بیروج پلورلي دي.