افغانستانخبرونه

طالبانو واخان ته د پاکستاني نظامیانو د ورتګ راپورونه رد کړل

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

په بدخشان ولايت کې د طالبانو د امنيه قوماندان له لوري د دغه ولايت اړوند واخان ستراتیژیکې سیمې ته د پاکستاني نظامیانو د ورتګ راپورونه رد کړل.

له څو ورځو راهېسې په ټولنيزو شبکو کې د پاکستان د استخباراتو اړوند ځینې ادرسونه داسې انځورونه او لیکنې خپروي چې څرګندوي پاکستاني نظاميان په واخان سیمه کې دي او ګواکې دا سیمه يې نيولې ده.

په دغو پاکستاني ادرسونو کې مبارکیانې ورکول کېږي چې پاکستان په لومړي ځل د واخان په نيولو سره له تاجکستان سره سرحد پيدا کړ.

خو تازه په بدخشان ولايت کې د طالبانو امنيه قوماندان عزیز الله عمر دا راپورونه رد کړل چې ګواکې پاکستاني نظامیان دې دغې سیمې ته ورغلي وي.

څه ورځې وړاندې د طالبانو لوړ پوړو چارواکو په يوه غونډه کې چې د جدي په شپږمه پر افغانستان د شوروي يرغل د ۴۵مې کليزې په مناسبت جوړه شوې وه، پاکستان ته په اشاروي ډول وويل چې که يې د شوروي په شان برخليک خوښ وي نو دېخوا دې د لاسوهنې او بریدونو کولو اراده وکړي.