کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په ننګرهار کې ځایي سرچینو ویلي چې د طالبانو له لوري په دغه ولایت کې د غالۍ اوبدلو په شرکتونو کې د ښځو پر کار بندیز لګول شوی.
سرچینو زیاته کړې چې یاد بندیز له تېرو درېیو ورځو راهیسې لګول شوی او طالبانو د غالۍ اوبدلو کارخونو له مسوولانو په ټینګار سره غوښتنه کړې چې ښځې دې له کار کولو منعه کړي او نور دې کار ته نه راځي.
د مالوماتو له مخې اوسمهال د ننګرهار په مرکز او ځینو ولسوالیو کې ګڼې کارخونې فعالې دي، چې د نارینهوو سربېره زرګونو ښځو ته یې د غالۍ اوبدلو د روزنې او کار زمینه برابره کړې وه.
په دې شرکتونو کې ښځو ته د غالۍ اوبدلو مهارتونو ښودلو ترڅنګ مياشتنی مزد هم ورکول کېده.
په دغو کارګو يا شرکتونو کې کارګرې مېرمنې ډېری يې د تېرو جګړو کونډې يا هغه بېوزله مېرمنې وې، چې د کورنۍ د نفقې برابرولو مسووليت یې پر غاړه و.
د یادونې ده چې له دې وړاندې د طالبانو اقتصاد وزارت په ټینګار سره له نادولتي موسسو غوښتي و، چې په خپلو بنسټونو کې د ښځو له ګومارلو ډډه وکړي.
طالبانو په خپله تېره درې کلنه واکمنۍ کې پر ښځو بندیزونه زیات کړي او دا لړۍ ورځ تربلې مخ په پراخیدو ده.