کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو تر ولکې لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ورکړی، چې په هیواد کې د انټرنېټ، غږیزو اړیکو او پيغامونو د بیو د راټیټېدو پرېکړه عملي شوې ده.
د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کابو یوه میاشت وړاندې د هېوادوالو د غوښتنو او د مخابراتي مارکېټ له ارزونې وروسته نوې بیې اعلان او مخابراتي شبکو ته یې یو میاشت وخت ورکړی و، چې دغه بیې په خپل سیسټم کې ځای پر ځای او د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه یې عملي کړي.
خبرپاڼې زیاته کړې اوس په ټول هېواد کې نوې ټاکل شوې بیې عملي شوې او هېوادوال کولای شي مخابراتي شبکو ته له نویو ټاکل شویو بیو څخه ګټه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې هیوادوالو د مخابراتي شبکو له لوړو بیو شکایت کوي او وایې، څه ډول چې لازمه ده له مخابراتي خدماتو برخمن نه دي.