کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)
اسرائیلو په فلسطین د خپلو بریدونو په دوام، تازه د خان یونس په الوموصي سیمه کې د کډوالو په خیمو بریدونه کړي، چې په ترڅ کې ۱۱ فلسطینیان وژل شوي دي.
د فلسطین شهاب خبري آژانس ویلي چې په وژل شویو کې څلور ماشومان او دوه ښځې هم شاملې دي.
ویل کېږي چې په دې برید کې پنځلس نور فلسطینیان هم ټپیان شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي چې د اسرائیلي پوځ یوې الوتکې د کډوالو پر خیمو باندې په داسې حال کې توغندي وویشتل چې د خیمو اوسیدونکي پکې ویده وو.
همدارنګه ویل شوي چې د غزې د پولیسو مشر محمود صلاح هم په مواصي سیمه کې د هوایي برید پر مهال وژل شوی.
په ورته وخت کې اسرائیلي پوځیانو د خان یونس په ختیځ کې د بني سهیلا پر ښارګوټي هم برید کړی، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.