افغانستانخبرونه

طالبان: د بندیزونو او فشارونو سیاست ناکامه تجربه ده

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۴مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د طالبانو ویاند ویلي  چې د فشارونو او بندیزونو سیاست ناکامه تجربه ده او په دې تړاو د ځینو هېوادونو تګلاره باید بدله شي.

ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی چې دغه تخریبي سیاستونه د افغانانو پر ژوند منفي او مستقیمې اغیزې لري. نوموړي یوځل بیا د افغانستان بانک د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ملګرو ملتونو څوکۍ باید دوی ته وسپارل شي.

د طالبانو ویاند ویلي چې، افغانستان د نړۍ له هېوادونو څخه دی او دوی له سیمې او نړۍ سره اقتصادي، سوداګریزې او ډیپلوماټیکې اړیکې غواړي.

په نوي میلادي کال کې د طالبانو د ویاند دغه غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د درېیو کلونو په تېرېدو سره دوی پخپله پر افغانانو د هېڅ ډول بنديز او فشار صرفه نه ده کړې او تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.