خبرونهنړۍ

د کاناډا لومړي وزیر له خپلې دندې استعفا وکړه

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۷مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو نن دوشنبه له خپلې دندې د استعفا ترڅنګ د لیبرال ګوند مشري هم پرېښودلې.

نړیوالو رسنیو د هغه د استعفا لامل او د ګوند مشري پرېښودو لامل، په دغه ګوند کې زیاتېدونکي نا رضایتۍ او عامو خلکو کم ملاتړ په ګوته کړی دی.

د را پورونو له مخې؛ د واکمن لیبرال ګوند له ۱۵۳ غړو څخه ۲۴ غړیو یې د ګوند له مشر او لومړي وزیر ټروډو څخه غوښتي و، چې د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر تر ۲۸ پورې له خپلې دندې استعفا وکړي.

هغوې د دغه غوښتنې لامل په راتلوونکې ټاکنو کې د احتمالي ماتې په اړه اندېښنه وه.

د یادونې وړده، ټروډ شاوخوا نهه کاله د کاناډا د لومړي وزیر او نږدې ۱۲ کاله د لیبرال ګوند د مشر په توګه پاتې شو.