افغانستانخبرونه

بغلان کې پر دوو دیني عالمانو وسله وال برید

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

په بغلان کې طالب چارواکي وایې چې په دغه ولایت کې دوه دیني عالمان د ناپیژاندو کسانو له لوري تر برید لاندې راغلي، چې په کې یو تن د عبدالرزاق په نوم وژل شوی او د مولوي حمدالله په نامه بل سخت ټپي دی.

په بغلان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا پېښه تېر ماښام هغه مهال شوې چې دغه دیني عالمان یوې مېلمستیا ته روان وو.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړي چې ډیر ژر به یې عاملین ونیسي.

تر اوسه کومې ډلې پر دغو ملا امامانو د بريد مسووليت پر غاړه نه دی اخیستی.