کابل ټيليګراف (د مرغومې ۱۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د ميدانوردګ کليو پراختيا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د اوبورسولو په برخه کې ۱۱۰ پروژې بشپړې او ګټېاخېستنې ته سپارل شوې.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کليو پراختيا او بیارغونې رياست رییس مولوي راشد وایې، دغه ۱۱۰ پروژې د نړیوالو همکارو موسسو په مرسته بشپړې شوې چې شاوخوا ۴۷ ميليونه افغانی لګښت پرې راغلی دی.
د هغه د مالوماتو له مخې په دغو پروژو کې ۳۲ د اوبو شبکې او ۸۷ څاګانې شاملې دي چې ۳۲ څاګانې يې نوې کيندل شوي او ۵۵ نورې ترميم شوې دي.
ځایي خلک که څه هم د یادو پروژو له بشپړیدو خوښ دي خو غوښتنه کوي چې د رغنیزو پروژو لړۍ دې لرو پرتو ولسوالیو ته هم وغځول شي..