کابل ټيليګراف (د مرغومې 21مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په پاکستان کې تېر ۲۰۲۴ کال د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د مثبتو پيښو شمېر ۷۰ ته ورسید.
پرون په کراچۍ ښار کې د پولیو د یوې مثبتې پيښې خبر خپور شو. ډاکټران وایي چې دا ماشوم په اصل کې تیرکال په پولیو اخته شوی وو او تازه یې ناروغي تشخیص شوه.
تر دې وروسته د پاکستان د پولیو د مخنیوي پروګرام اعلان وکړ چې سږ ۲۰۲۵ کال به په ټول پاکستان کې د فبروري له میاشتې تر پنځو کلونو پورې ماشومان بیا واکسین کړي.
په پاکستان کې د پولیو ۲۷ پيښې په بلوچستان، ۲۱ په خیبرپښتونخوا، ۲۰ په سند او یوه یوه پيښه په پنجاب او پلازمینې اسلام اباد کې ثبت شوې دي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني دوه هئوادونه دي چې لاهم د پولیو مثبتې پیښې پکې لیدل کېږي.