افغانستانخبرونه

هلمند د نباتي غوړیو د تولید له اړه پر ځآن بسیا شوی

کابل ټيليګراف (د مرغومې 21مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د افغانستان هلمند ولایت د نباتي غوړیو د تولید له اړخه پر ځان بسیا شوی دی.

په یاد ولایت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې هره میاشت شاوخوا ۳۰۰ ټنه د پنبه دانې غوړي تولیدېږي، چې له دې اړخه هلمند پر ځان بسیا شوی او نورو ولایتونو ته هم غوړي لېږدوي.

د هلمند ولایت اوسېدونکي خوښ دي چې خپل ولایت کې یې د کروندګرو محصولاتو څخه غوړي تولیدېږي.

دوی له چارواکو څخه غواړي چې د غوړیو د بسته بندۍ تر څنګ دې، د قیمتونو په ټيټولو کې هم هڅې وکړي.