کابل ټيليګراف (د مرغومې 21مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان د پوهنتونونو یو شمېر استادانو او څېړونکو ملګرو ملتونو ته په یو اعتراضي لیک کې ویلي چې طالبان هڅه کوي پوهنتونونه په دیني مدرسو بدل کړي.
هغوی پرون ویلي چې د طالبانو له سیاستونو سره، نور په افغانستان کې د علمي او اکاډمیکو څېړنو لپاره هېڅ ځای پاتې نه دی.
په لیک کې ادعا شوې چې طالبانو په دې وروستیو کې د یو پراخ اقدام له مخې، د خصوصي پوهنتونونو يو شمېر استادان له دندو ګوښه کړي دي.
د لیک له مخې، طالبانو له ټولو استادانو غوښتي چې باید د دیني زدهکړو لپاره ازموینه ورکړي او له هغې وروسته به د دغې ډلې په همغږۍ وټاکل شي.
د پوهنتون استادان وايي، ټول هغه استادان چې دندې یې ځنډول شوي یا له دندې ګوښه شوي، د ملي او نړیوالو علمي مقالو لرونکي دي.
په لیک کې ويل شوي، د طالبانو دا سیاستونه په دې مانا دي چې پوهنتونونه او مدرسې دې یو شان شي.
د پوهنتون د دغو استادانو په وینا، د طالبانو موخه دا ده چې ټول استادان له دندې ګوښه کړي او پر ځای یې خپل کسان وګماري.
د پوهنتون استادانو د طالبانو د دې کړنې موخه د دغې ډلې ایډیالوژۍ ته تبلیغ بللی دی.
په لیک کې راغلي چې د طالبانو دا پالیسي «د افغان پوهنتونونو پر نیمه ژوندي تابوت د اخري خنجر وهل دي.»
دا استادان وايي، طالبان د عصري زدهکړو او لوستو خلکو سره ستونزه لري او هڅه کوي چې له دوی سره دښمني وکړي.
له دې مخکې د ۱۴۰۲ کال په کب مباشت کې، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په ولایتونو کې د دیني مدرسو د زرګونو فارغانو څخه د ماسټرۍ سندونه ترلاسه کولو په موخه ازموینه اخیستې وه.