کابل ټيليګراف (د مرغومې 21مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پخپل ایکس پاڼه د کرکټ ملي لوبډلې په ملاتړ سره ویلي، کرکټ ملي لوبډلې او لوبو په برخه کې ټولو لوبغاړو د افغانستان لپاره ویاړونه راوړي.
هغه زیاته کړې، دغه اتلانو د افغانستان نوم او ملي بېرغ ځلانده ساتلی.
ښاغلي کرزی وایي، د افغانستان خلکو همېش د خپلو لوبغاړو ملاتړ او تشویق کړی او هیله یې ښودلې، چې لوبغاړي لا زیات ویاړونه راوړي.
حامد کرزی او ګڼ نور سیاسي او ټولنیزې څېرې وروسته له هغې د کرکټ ملي لوبډلې د ملاتړ لړۍ پیل کړه، چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزه کوفي په یوه لیک کې د بریتانیا له پارلمان غوښتي وو، چې په افغانستان کې د نجونو د حقوقو د نه ورکړې له امله دې په کرکټ بندیز ولګیږي.
په ورته وخت کې د کرکټ نړیوالې شورا ویلي، د افغانستان په کرکټ ملي لوبډلې به هیڅ ډول بندیز ونه لګیږي، خو د نجونو حقوقو تر لاسه کولو لپاره هم کار کول اړتیا ده.
بلخوا د بریتانیا د لوبو وزیرې هم ویلي، چې د نجونو د حقونو تر لاسه کولو په موخه نه غواړي، د کرکټ د ملي لوبډلې حقوق لمنځه یوسي.
جنوبي افریقا هم په رسمي ډول اعلان کړی، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره به خپلو لوبو ته دوام ورکړي او د دوی په اړه هر ډول پرېکړه د کرکټ نړیوالې شورا لخوا باید ترسره شي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په اړه د نجونو د حقوقو په غبرګون کې د بندیزونو خبره په داسې حال کې کیږي، چې تر ټولو مخکې همدې لوبغاړو د هغوی د حقونو لپاره غږ پورته کړی وو.