کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وایې، چې د دې ادارې ولایتي ریاستونو ته یې د پېژندپاڼو اصلاح کولو صلاحیتونه وسپارل.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لپاره د طالبانو رییس عبدالقاهر حاجي ادریس وایې، د دې پرېکړه پر اساس؛ په عین شهرت له یوې د زیاتو تذکرو لغوه کول، د عمر او املایي تېروتنې اصلاح، د نوم بدلون، د تخلص لرې کول او اصلاح او د یو شمېر نور خدماتو صلاحیت ولایتي ریاستونو ته ورکړل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې یادې چارې یوازې په کابل کې ترسره کېدې، چې له کبله یې هیوادوال له ستونزو سره مخ وو.