کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان د یاد هېواد د لومړي وزیر شهباز شریف له لوري د نوموړي ځانګړی سلاکار هم ټاکل شوی دی.
محمد صادق پر خپل اېکس، د پاکستان د کابینې د سکرتریت له لوري د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې هغه د تېر زیږیز کال (۲۰۲۴) د ډسمبر په درېیمه دغې دندې ته معرفي شوی دی.
د مالوماتو له مخې د پاکستان د لومړي وزیر په لاسلیک دغه مکتوب دوه ورځې وړاندې د پاکستان د ولسمشر دفتر ترڅنګ ګڼو وزارتونو ته استول شوی دی.