کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په نورستان او کندهار ولایتونو کې طالب چارواکي د دوو جلا ترافیکي پېښو پرمهال د دوو ښځو په ګډو د درېیو کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د نورستان امنیې قومندانۍ لپاره طالب ویاند غلام رحمان حیدري وایې، چې تېره ورځ د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د یو موټر د چپه کېدو پرمهال دوه ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړي د یادې پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو زیاته کړې یې ده، چې پېښه د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله رامنځته شوې ده.
بلخوا په کندهار کې طالب چارواکو خبر ورکړی چې د دغه ولایت د ژړۍ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ترافیکي پیښې له امله یو تن خپل ژوند بایللی دی.
د مالوماتو له مخې دغه پېښه د کابل-کندهار پر لویه لاره د ژړی ولسوالۍ په مربوطاتو کې د «۵۸۰ » موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی دی.