کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یې د یوه کس جسد پیدا کړی دی.
د سرچینو د مالوماتو له مخې وژل شوی کس د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې له کوره د څو ورځو لادرکه کېدو وروسته یې تېره ورځ جسد موندل شوی دی.
په سیمه کې یوې بلې سرچینې ویلي چې وژل شوی کس هویت لا مالوم نه دی خو ځایي خلکو یې جسد د خوږیاڼو ولسوالۍ په«وزیرو تنګي»سیمه کې موندلی دی.
ننګرهار کې طالب چارواکو تراوسه د یادې پېښې د څرنګوالي او انګېزې په تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې مهال دی چې له دې وړاندې هم دغه ولایت او د هېواد په یوشمېر نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي.