خبرونهنړۍ

پنجاب کې د اور لوبو توکو د چاودنې له امله ۶ تنه وژل شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د پنجاب ایالت د منډي بهاوالدین ولسوالۍ په کوتل شاه سیمه کې په یوه کور کې د اور لوبو توکو د چاودنې له امله  ۶ تنه وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د را پورونو له مخې؛ په وژل شویو کسانو کې څلور میرمنې او یو ماشوم هم شامل دی ، چې د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ وګړي دي.

د دغه چاودنې له امله د یاد کور چت هم نړیدلی او د پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې؛ د پاکستان په کراچۍ ښار کې د خاوند او میرمنې ترمنځ د لفظې شخړې وروسته خاوند خپله میرمن په ډزو وژلې ده.

پولیس وایي، د قضیې په اړه یې قاتل له یو میل تفنګچې سره یو ځای نیولی دی.