افغانستانخبرونه

په تېرو څو میاشتو کې د ګاز نیونې په پېښو کې ۲۴ کسان مړه شوي

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

د طالبانو تر ولکې لاندې د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایې، چې د ژمي له پيل راهیسې په پلازمېنې کابل او د هیواد په نورو بېلابېلو ولایتونو کې د ګاز نیونې له امله ۲۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د یاد وزارت لپاره د طالبانو ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي، چې په دغه کسانو کې ۱۵ نارینه او ۹ ښځې شاملې دي.

د هغه په ​​وينا، تر دې مهاله د ګازو د مسمومېدو له امله ٨٩٤ کسان روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

ګرمونکو وسایلو په ځانګړې توګه ګازي وسایلو څخه ناسمه ګټه اخیستنه، برښنا ته نه‌لاسرسی، د ګازو او ډبرو سکرو ټيټ کیفیت او د وژونکو ګازو خپرېدو څخه د مخنیوي مناسب سېسټم نه‌شتون د هېوادوالو د مړینې لاملونه کېږي.