کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د میانمار هېواد راخین صوبه کې د دغه هېواد پوځ د مسلمانانو په یوه کلي هوایي بمبارۍ کې ۴۱ تنه وژلي او د ۵۰ تنو څخه زیات نور تپیان شوي دي.
په دغه برید کې ګڼ شمېر کورونه هم سوزیدلي دي.
د یادونې وړده، چې د میانمار له پوځ سره ښکیله یوه وسلواله ډله آراکان کابو یو کال کیږي ، چې د کیاک ني ماو کلي کتڼرول پخپل لاس کې لري.