کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د افغانستان بانک مسوولان وایې چې سبا به ۱۶ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.
د افغانستان بانک نن پر اېکس پاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یک شنبه ۱۶ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.
دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرایطو برابر د پولي خدمتونو او صرافیو شرکتونو څخه غوښتنه کړې چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
مرکزي بانک زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.
د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانیو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.