افغانستانخبرونه

د هرات د ولایتي شورا یو پخوانی غړی په مرموز ډول وژل شوی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۲مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

په هرات کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت د ولایتي شورا یو پخوانی غړی(عبدالرحمان علیزی مرادي)په مرموز ډول وژل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې نوموړی د هرات په مربوطاتو کې د خپل کور مخې ته وژل شوی دی.

تراوسه د نوموړي د وژنې انګېزه روښانه نه ده او نه هم د یادې پېښې مسولیت چا منلی دی.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول مرموزې وژنې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیر شخصي دښمنۍ بلل کیږي.