افغانستانخبرونه

په میدان وردګ ولایت کې یو کس خپله خور وژلې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)  

 په میدان وردګ ولایت کې ځایي سرچینې وایې چې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې یو ورور خپله ځوانه خور په ډزو وژلې ده.

د سرچینې په وینا دغه پېښه دوه ورځې وړاندې د بهسودو ولسوالۍ اړوند لومړۍ حصې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې د مالوماتو له مخې د سهیلا په نامه دا نجلۍ له هغې وروسته د خپل ورور له خوا په ډزو ووژل شوه چې غوښتل یې له هغه هلک سره واده وکړي چې غوښتنه یې کوله.

که څه هم تراوسه د یادې پېښې اصلي لامل څرګند نه دی، خو ډیر کله دا ډول پېښې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته کیږي.

په دې وروستیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دا ډول پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې تر ډیره کورنی تاوتریخوالی بلل کیږي.