افغانستانخبرونه

له څلور ورځني ځنډ وروسته له هرات سره د ترکمنستان وارداتي برېښنا بېرته ونښلول شوه

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د طالبانو تر ولکې لاندې د افغانستان برېښنا شرکت مسوولانو په هرات ولایت کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا له بېرته نښلولو خبر ورکړی دی.

د یاد شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکمنستان وارداتي برېښنا د ۲۲۰ کیلوولټه لین تخنیکي ستونزه هواره شوې ده.

د یاد شرکت په خبره، د دغه لین له نښلېدو سره هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا عادي حالت ته ګرځېدلې ده.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د ترکمنستان وارداتي برېښنا مزی د واورې او توپان له کبله د هرات کشک‌رباط سنګي ولسوالۍ په «بغرچر» سیمه کې پرې شوی و.

د یادونې وړ ده چې له دغه ولایت سره د ترکمنستان وارداتي برېښنا څلور ورځې وړاندې پرې شوې وه.