کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال لوکا شیویچ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره د افغانستان او بلاروس تر منځ د اقتصادي او سیاسي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شېر محمد عباس ستانکزي افغانستان ته د شیویچ سفر، د دواړو هېوادونو تر منځ په دوه اړخیزو اړیکو کې مهم پرمختګ بللی.
بلخوا بیا د بلاروس د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلی، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره په سوداګریزو او نورو بېلابېلو برخو کې همکاریو ته پراختیا ورکړي.
د مالوماتو له مخې چې دواړو لوريو د اقتصادي پراختیا، ګدو نندارتونونو، سوداګريزو کنفرانسونو او غونډو پر جوړېدو هوکړه کړې ده.