کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۳مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وایې چې، د خواف – هرات د رېل پټلۍ د لومړي فاز د څلورمې برخې رغنیزې چارې ۸۰ سلنه مخته تللې دي.
د دغه وزارت لپاره د طالبانو ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي چې، د خواف – هرات د رېل پټلۍ د لومړي فاز څلورمه برخه ۲۴ کیلومټره اوږدوالی لري او د هرات له غوریان او زندهجان ولسوالیو څخه تېرېږي.
د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ ۲۲۶ کیلو مټره اوږدوالی لري چې ۷۷ کيلو مټره يې په ايران او ۱۴۹ کيلو مټره يې د افغانستان په خاوره کې ده.
دا د اوسپنې پټلۍ په څلورو برخو کې جوړه شوې چې دوه برخې د ايران په خاوره کې او يوه برخه يې د افغانستان په خاوره کې جوړه شوې ده او همداراز د څلورمې برخې کار يې د هرات له روزنکه د هرات ښار جنوب کې تر صنعتي ښارګوټي پورې هم پيل شي.